Programs and Services | Safer Cooking—Without Lead
ډېری دودیز افغان دېګ بخارونه د داسې فلز څخه جوړ دي چې د سرب ترکیب په ځان کې لري. کله چې دغه دېګ بخارونه د پخلي لپاره کارول کېږي، پدغو کې موجود سرب خوړو کې جذب کېدی شي. دا ويديو وگوري چه زده کړی یوه خوندی لاره او مسمومیت نلرونکی بدیل په اړه د دودیز افغان دېګ بخارونودپرځای ، د افغان تغذیوي خوړو پخلي څرنګوالي، او دا چې د سرب د ضرري اغېزو کمولو کې د مرستې لپاره تاسې خپل پخلي کې کوم ډول اجزاوې ورګډولی شئ، په اړه د معلوماتو لپاره.
سرب یو طبیعي فلز دی چې ځمکه کې پيد ا کیږي. سرب خورا ډېر ضرر لري. په بدن کې د سرب هېڅ مقدار خوندي ندی. سرب هغه مهال ستاسې بدن ته ننوتلی شي کله چې تاسې په سرب کې ککړ خواړه وخورئ یا ککړې اوبه وڅښئ، او یا کله چې سرب لرونکې دوړه او خاوره تنفس کړئ. کله چې داسې وشي سرب د وخت په تېرېدو سره ستاسې بدن کې وده کوي. دې ته د سرب مسمومیت ویل کېږي
څوک چي په سرب مبتلا يي سمدلاسه علايم نشكاره كي. په نهایت کې سرب کولی شي د مغز او عصب فعالیت څرنګوالي، بارداري او د هډوکو او د بدن د غړو روغتیا باندې اغیزه وکړي. سرب په ځانګړي توګه ماشومانو، بلاربو ښځو او نا زېږېدلي ماشومانو لپاره خطرناک دی. سرب کولی شي د نا زېږېدلي ماشومانو مغز او بدن باندې اغېزه وکړي او د دې لامل کېږي چې ماشومان ډېر په ځنډ وده وکړي، چې د زده کړو معیوبیتونو لامل کېدی شي
وروسته د دې علایمو د مخنیوي لپاره غوره لاره د هغه محصولاتو، خوړو او ځایونو څخه ډډه کول دي چې سرب پکې موجود وي.
افغان پخلي (Afghan Cooks) افغان سوپ (Afghan Soup) (د پخلي وېډیو کې وړاندې شوي)
Ethnomed.org افغان تغذیه
د واشنګټن ایالت د خطر لرونکي ضایعاتو د مدیریت پروګرام د اسنادو کتابتون د سرب سره مخ کېدل